د لغمان ولایت اړوند قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپلو په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په وړاندې کوي او غواړي ددې زده کړو پر مټ ځوانان پیاوړي کړي او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.

د عملي زده کړو ارزښت ته په پام سره، د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د چمن او ګلونو د زینتي ډيزاین په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد محصلینو تزئیناتو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ چې د ګلونو او چمنونو ډيزاین کول چاپیریال ته سمسورتیا او د انسان ذهن ته آرامتیا ور بخښي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز ترسره کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS