د قران کریم د توهین کوونکو د غندلو په موخه دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پیغام!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۲۰:۸
Quran Karim

ښکاره ده چې قرآن کریم د بشر د لارښوونې، سولې او امن مقدس کتاب دی، چې د ټولو هغو انسانانو  لپاره چې په دې مبارک کتاب یې منګولې ټینګې کړې نو ورته په دنیا او آخرت کې د خلاصون او بریا ذریعه ده، دا د هغه بې نیازه او متعال ذات کلام دی چې ساتنه یې هم په خپله کوي، لکه چې فرمایلي یې دي:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ الآیة [سورة الحجر:9]

د قرآن‌ عظیم الشأن بې حرمتي کول په نړۍ کې د یو نیم ملیارد مسلمانانو بې حرمتي او سوځول دي.

د اسلام دښمنانو تل هڅه کړیده په داسې قبیحو اعمالو سره د مسلمانانو مقدس صف ته د هغې د مقدساتو ته د توهین او خپله اوږده دښمني په بیا بیا د مسلمانانو سره ښکاره کړي. دوی هیڅکله د مسلمانانو دوستان نشي کیدلای او نه به هم داسې کار وکړي چې د هغې په وسیله مسلمانان له ترقۍ سره مخ شي. دوی د افغان مسلمانانو د حقوقو مدافعین ځان بولي، حال داچې د دوی له دې ناوړه اعمالو نه دا معلومیږي چې دوی به تل د مسلمانانو د له منځه وړلو او تضعیف په موخه هر ډول داسې حرکتونه پیلوي چې هغه ظاهراً د مسلمانانو د حقوقو غوښتنه خو په باطن کې د دوی حرکت د قرآن کریم د دې ډول سپکاوي سره یوشان وي، دلته ظاهرا قرآن کریم سوځیدلی خو په حقیقت کې د اسلامي افکارو د له منځه وړلو هڅه ده.

نو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د دوی دا قبیح او شوم اعمال په کلکو ټکو غندي عاملینو او طرفدارانو ته یې د متبوع هیواد څخه د اشد مجازات غوښتنه او د الله ﷻ له عظیم دربار نه هم داسې جزاء غواړي چې دنورو لپاره دعبرت سبب شي.

همدا رنګه په ټول مسلمه اُمت غږ کوو چې د کفارو د سِري او پټو دسایسو نه ځان وساتي کوم چې د مسلمانانو په زړونو کې په باطني توګه د قرآن کریم د محبت او ځاینیونې د له منځه تلو هڅه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

BACK TO NEWS