د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د زده کړې پیل شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۹:۵۷
TVETA

د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د زده کړو بهیر د یاد ولایت د والي او د فاریاب ولایت علماو دشورا ریس او نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون سره پیل شول.

الحاج محمد مجاهد د فاریاب ولایت تخنیکي آمر د افتتاحیې مراسمو په ترڅ کې وویل: چې د مجاهدینو د زده کړو پروګرام  په یاد ولایت کې د شپې له خوا زده کړې ترسره کېږي.

د فاریاب ولایت د تخنیکي آمر زیاتوي چې مجاهدین مکلف دي تر څو د اصولو سره سم درسي تولګیو ته حاضر شي.

د یاد پروګرام په دوام کې ښاغلي داملا محمد شعیب رسالت د فاریاب ولایت والي د خپل وینا پر محال د مجاهدینو د زده کړو پروګرام او طرحه د مجاهدینو د زده کړو د دوام لپاره د یو ارزښتناک فرصت په توګه یادونه وکړه.

نوموړی د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې  د هځو څخه ستاینه او د فاریاب ولایت د مجاهدینو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو مجاهدین له دې فرصت څخه لویه او اعظمي ګټه واخلي.

له بلې خوا د فاریاب ولایت د علماو د شورا مشر د نوموړي پروګرام د حمایت او پلي کیدو په ضمن کې دا هم وویل چې : فعلي نظام مسلکي او متخصصو وګړو ته اړتیا لري .

د فاریاب ولایت د علماو شورا مشر زیاتوي چې: علم او زده کړه د هیواد د پراختیا سبب ګرځي، نو د زده کړې د پراختیا لپاره هم باید هڅه وشي.

د مجاهدینو د زده کړو د طرحې پر بنسټ چې د تخنیيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا په لاره اچول شوې ده ؛ د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو زمینه مساعده شوې ده.

له دې مخکې په ځېنې نورو ولایتونو لکه میدان وردګ، جوزجان او تخار کې لا پخوا نوموړی پروګرام پیل شوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS