د غور ولایت د کرنې او وترنري انسټیټوټ محصلینو د کولیک ناروغۍ په اړه عملي زده کړه ترلاسه کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۳۷
 عملي زده کړه

د غور ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د دې ښوونیز مرکز په لابراتوار کې په څارویو کې د "کولیک ناروغۍ" په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

په دې درسي جلسه کې، لارښود استاد د کولیک ناروغۍ په اړه علمي توضیحات وړاندې کړل او محصلینو ته یې د دې ناروغۍ نښې نښانې تشریح کړې. محصلیونو هم د ښوونیزو وسیلو په کارولو سره د دې ناروغۍ پورې اړوند عملي موارد مطالعه او تحلیل کړل.

استاد د دې ناروغۍ په اړه د درس په دوام کې محصلینو ته وویل چې؛ کولیک ناروغي په څارویو کې د هاضمي اختلالاتو څخه پیژندل کیږي او کولی شي د نس درد، ناقراري، د اشتها له لاسه ورکول او د څارویو په چلند کې بدلونونو په څیر نښې نښانې له ځان سره ولري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS