د غزني په جاغوري کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړیالانو د جذب کمپاین پیل شوی دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۹:۲۰
Jaghori

د غزني ولایت د کثیرالرشتوی جاغوري انسټیټوټ د جلب او جذب کمیټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه د دغه  ولسوالۍ له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د دغې کمېټې غړو د جاغوري په بازار کې یو شمېر پاڼې او اعلاناتي مواد نصب  او ووېشل کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړیالانو د جذب پروسه د کب په مياشت کې پيل شوه.

د دغه کمپاین موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS