د عملي روزنو د زده کړې په موخه د میټر لوستلو په دورو کې د محصلینو ګډون

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۴۸

د کاپیسا ولایت معاون انجینري انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د عملي زده کړو په ترڅ کې د میټر د ویرنګ کولو او د میتر لوستلو د څرنګوالي په اړه روزنه وړکړل شوه.

نوموړو عملأ د یاد ولایت د برښنا ریاست له کارکوونکو سره د میټر لوستلو په دورو کې ګډون وکړ او له متخصصینو څخه یې د میټرونو د ډولونو په شمول د بیلابیلو موضوعاتو په اړه عملي زده کړې تر لاسه کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS