د علي آباد د زراعت په لېسه کې د (لایم سلفر) د محلول تیارول
د کندز ولایت، علي آباد ولسوالی، د زراعت په مسلکي لېسه کې زده کوونکو د (لایم سلفر) د جوړلو طریقه زده کړه.
دغه مواد د سلفر پوډر او آهک له ترکیب څخه رامنځ ته کیږي، چې د نباتي آفتونو په له منځه وړلو کې استعمالیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې زده کوونکو ته له فراعت وروسته د کار په بازار کې د کارموندلو فرصتونه برابروي.