د سیرت النبي ﷺ د آزموینې مخکښانو ته د جایزې ورکولو مراسم ترسره شول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوبو او انرژۍ په انسټیټوټ کې د سیرت النبي ﷺ برنامې د پایلو د اعلان او ګټونکو ته د جایزو د ورکولو مراسم ترسره شول.
په دغې برنامه کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي احساس د دغې برنامې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل چلند د حضرت محمد ﷺ له سنتو سره سم اعیار کړي.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز وويل، چې د رسول الله ﷺ اطاعت او پيروي په دنيا او آخرت کې د کاميابۍ لامل کېږي.
د دغې برنامې په دوام کې د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ رفیع الله حبیبي د دغه سیالیو د پایلو په اعلان کې د روڼتیاپه اړه ډاډ ورکړ.
دغه مراسم مخکښانو ته د ډالیو او تقدیر پاڼو په ورکولو او د افغانستان خلکو لپاره د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسیدل.