د سرپل ولایت اړوند د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته قطره‌ای اوبو لګولو او د نیالګیو پيوند کولو میتود معرفي شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۲
TVETA

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د پرکتیکې دورې په چهارچوب کې د یاد ښوونیز مرکز په تحقیقاتي فارم د قطره‌ای اوبو لګولو او د نیالګیو د پیوند کولو په اړه روزه ورکړل شوه.

د دې عملي درس په ترڅ کې، لارښود استاد محصلینو ته د قطره‌ای اوبو لګولو اهمیت او ارزښت او همدارنګه د نیالګیو د پیوند کولو څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي د دې ډول اوبو لګولو اهمیت ته په اشارې سره، محصلینو ته وویل چې؛ قطره‌ای اوبه لګولو میتود یو مدرن او مؤثر میتود دی چې په کې اوبه په مستقیم ډول او په کم مقدار سره د پایپونو او څاڅکو له لارې د نباتاتو ریښو ته رسول کیږي.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS