د زرنج ادارې او حسابدارۍ انستیتوت وضعیت و څېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۹:۱
tveta

د تخنیکي و مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي له لوري د نیمروز ولایت د ادارې او حسابدارۍ انستیتوت وضعیت وڅېړل شو.

ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د یوپلاوي په مشرۍ د زرنج ادارې او حسابدارۍ انستیتوت د زده کړې له صنفونو څخه لیدنه وکړه، او د زده کړیالانو ستونزې یې له نږدې واورېدې.

همداراز، زده کړیالانو خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شرېکې کړې، ښاغلي مولوي شهامت د هغوی ستونزو د حل له وعدې سره سره مسؤلینو ته په ځینو موضوع ګانو کې اړینې لارښوونې وکړې.

له بل پلوه، هغوی د دغه ښوونیز مرکز ټول اسناد وکتل، همدارنګه دغه اداري پلاوي د چارو د سمون په موخه د یاد انستیتوت له مسؤلینو سره خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS