د دشت قلعه کرنې انسټیټوټ فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۵۶
tveta

د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ د کرنې انسټیټوټ د ۸۵ تنو فارغانو د فراغت مراسم د علماوو او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

د تخار ولايت تخنيکي آمر محمد ایفل مبارز د فراغت په مراسمو کې په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت يادونه وکړه. هغه زیاته کړه، د بې وزلۍ له منځه وړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو موخو څخه دي.

ښاغلي مبارز زیاته کړه، د تخنیکي  او مسلکي زده کړو تر څنګ حرفوي زده کړې د بې وزلۍ په کمولو کې اساسي رول لري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دې برخه کې کار کوي.

نوموړي دغه راز په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د برنامو ملاتړ په برخه کې د سیمه ییزو علماو او مخورو له همغږۍ مننه وکړه او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې وکړه.

نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS