د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د فنګسونو تشخیص او کښت
د میدان وردګو ولایت د جلریزتکثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو ته په عملي ډول د فنګسونو د تشخیص او کښت په اړه روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه لارښود استاد په دې درس کې د نباتاتو د ناروغیو په اړه توضیحات ورکړل او د خوړو په چاپیریال کې د "فنګس" باکتریا د کرلو د څرنګوالي په اړه عملي توضیحات ورکړل.
د میدان وردګو ولایت د تخنیکي آمریت د مسوولینو په وینا، د نباتي باکتریاو او فنګسونو کښت د دغه ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د محصلینو او استادانو له نوښتونو څخه دی، چې په هېواد کې یې ساری کم لیدل کېږي.