د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د WPSO له رئیس سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي محمد سعيد احساس د حرفوي زده کړو موسسې (WPSO) له مشر سمسور ناصري سره وکتل.
په دې کتنه کې د (WPSO) د موسسې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یادې موسسې د همکاريو قدرداني وکړه او ددغې همکاريو په دوام يې ټينګار وکړ.
د یادې موسسې رئیس سمسور ناصري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خرفوي څانګو سره د دیادې موسسې د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.