د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۴۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یادې ادارې يو شمېر رئيسانو او مشاورینو هم حضور درلود.

د غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

همدا راز د غونډې په دوام کې د یادې غونډې غړو د مجاهدینو روزنیز پروګرام د سمسترونو او کلنۍ رخصتۍ په اړه بحث وکړ او په دې برخه کې یې خپل نظریات شریک کړل.

د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایه پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS