د تخنیکي او مسلکي زده کړو د استادانو د ظرفیتونو د ارزونې او لوړولو طرحه وړاندې شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۶:۱۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري پلاوي غونډه ددې ادارې د ښوونیزو مرکزونو د داخل خدمت استادانو د ارزونې د طرحې وړاندې کولو په موخه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې محترم روح الله هوتک د رهبرۍ په غونډه کې الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او حاضرو غړو ته د استادانو د ارزونې طرحه تشریح کړه.

ښاغلي هوتک وویل، د استادانو د ارزونې له طرحې څخه یې موخه دا ده، چې د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې نوموړي استادان د خپلو تحصیلي څانګو پر بنسټ تدریس وکړي.

له بلې خوا هغه وويل چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو زمينه هم برابره شي.

په نننۍ غونډه کې ګډونوالو د ښوونکو د ارزونې د طرحې د تطبیق د څرنګوالي په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS