د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د هلمند تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۱:۴۸
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوى د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د لیدنې په لړ کې، هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت تخنیکي مرکزونو عمومي وضعیت یې وڅيړه.

په ورته وخت کې نوموړي پلاوي د کرنې او وترنرۍ او همدارنګه د هلمند ادارې او حسابدارۍ انسټیټونو وضعیت وڅېړه.

نوموړي پلاوي د کرنې او وترنرۍ د انسټیټوټ څېړنیزو فارمونو او د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ له کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د چارو د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

دغه پلاوي تر دې مخکې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د میدان وردګو، غزني، زابل او کندهار ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS