د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ګوهرشاد پوهنتون په همکارۍ د یادې ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

په دې پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو اداري مدیرانو ته د دفتري اصولو او مدیریتي سبکونو په اړه د دوو ورځو لپاره روزنه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچينو رياست د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د ظرفيت لوړونې ګڼ پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS