د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست بادغیس ولایت ته سفر وکړ
الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یو پلاوي په رأس کې بادغیس ولایت ته سفر کړی، پلان لري چې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو وضعیت وڅېړي.
مخکې له دې هم، دغه پلاوي د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه کړې وه.
د دغه لیدنو اصلي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل او د هغوی ستونزو ته رسیدګي کول بلل شوي دي.