د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او انافي موسسې د مسؤلینو ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۵۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د انافي موسسې له يو شمېر مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د انافي موسسې مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي شهامت ته د خپلو فعالیتونو او برنامو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې نوموړي د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د حرفو په برخه کې فعالیت ترسره کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د انافي موسسې د فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه قدرداني وکړه او همدارنګه څرګنده يې کړه، چې دغه اداره د خلکو د خدمت په موخه ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.

په دې کتنه کې د انافي موسسې مسولینو د "نویو لارو" «مسیرهای جدید» پروژې په اړه چې اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په همغږۍ او همکارۍ پلي کېږي، توضیحات ورکړل. نوموړو وویل چې دا پروژه د حرفوي پروګرامونو په برخه کې تمرکز کوي.

د دې ناستې په پای کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او انافي موسسې ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې انافي موسسه اوسمهال د کابل، هرات، پروان او بلخ په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS