د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۶:۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د رسنیو په مرکز کې د یادې ادارېد تېر کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور تشریح کړ.

د دې پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت د ۷۰ تقنیني سندونو د نهايي کولو، د د تعلیمي څانګو او تعلیمي سکتور د پراختیا په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

محترم مولوي شهامت همداراز زیاته کړه، چې تېر کال د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته ۳۵ زره مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې "تېر کال يې په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شاوخوا ٨٠ زره تنه محصلین جذب کړي دي."

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دې ادارې د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې زياته کړه چې یادې ادارې په بېلابېلو برخو کې له کورنيو او بهرنيو موسسو او بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه هم لاسليک کړي دي.

د دغې غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس په تعلیمي او تحصیلي چارو کې د یادې ادارې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

محترم مولوي احساس وويل چې تېر کال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د کار بازار له اړتيا سره سم لسګونه نوي څانګې او رشتې جوړې شوي دي.

نوموړي د ښوونيز نصاب په اړه هم وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو مرکزونو د ښوونيز نصاب لویې برخې ته پراختیا ورکړې او د بیاکتنې وروسته یې د کار بازار له اړتيا سره سم اعیار کړی.

د یاد پروګرام په بله برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل وينا وکړه او ويې ويل چې تېر کال د ازادې سيالۍ له لارې په یادې اداره کې سلګونه کسان په دندو ګومارل شوي.

د مالي چارو مرستيال دغه راز څرګنده کړه چې په تېر کال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا  د شرکتونو "له فتحې وړاندې" پورونه هم د یادې ادارې لخوا  ورکړل شوي دي.

نوموړي د پروژو د تطبيق په اړه وويل، چې په تېر یو کال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د ١٥ ميليونه افغانيو په ارزښت ٢٠ پروژې نهايي شوې دي.

محترم مفتي فاضل همداراز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو د تشریح کولو پروګرام په ترڅ کې وويل: "که څه هم یاده اداره یوه عایداتي اداره نده، خو توانیدلې چې په تیر کال کې د دولت د بوديجې لپاره څلور ميليونه افغانۍ عواید را ټول کړي."

په دې پروګرام کې نور اړوند موضوعات هم په مفصله توګه وړاندې شول او په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS