د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې زدکړییز پروګرام پیل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلینو وايي چې د دې ادارې د یوشمیر کارمندانو لپاره یې د انګلیسي ژبې«Oxford EAP» ښوونیز پروګرام پیل کړی.
د کارکوونکو چارو ریاست مسوولین وايي؛ چې شاوخوا ۲۰ تنه د ادارې د مرکزي هستې کارمندان د انګلیسي ژبې د زده کړې په موخه په اته میاشتني «Oxford EAP» ښوونیز سیسټم کې شامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست په بېلابېلو برخو کې د یادې ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره کړي دي.