د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او آقاخان بنسټ د تخنیکي ټیمونو غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۵:۵۹
Technical teams

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او آقاخان بنسټ ترمنځ تخنیکي غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د څرنګوالي په اړه ترسره شوه.

په دغې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد نېکمل او د آقاخان بنسټ رئيس ډاکتر نجم الدين هم حضور درلود.

د دغې غونډې د ترسره کولو موخه د دواړو نهادونو د کاري ساحو، ستراتیژیو او کاري میتودونو معرفي کول وو او د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو پرزنټیشنونه وړاندې کړل.

د آقاخان بنسټ مشر وویل، دغه بنسټ پلان لري چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې یوه پروژه پیل کړي.

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس د دغې پروژې د تطبیق په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS