د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اداري غونډه جوړه شوه!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۶:۳۳
اداری جلسه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اداري غونډه د دغه ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د تېرو اداري غونډو پرېکړو د تطبیق او د برېښنا د سپما د کمښت په اړوند خبرې وشوې.

په غونډه کې ټینګار وشو، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسمي او غیر رسمي ساعتونو په ترڅ کې د برېښنا د کمښت په برخه کې دې جدي پاملرنه وشي.

د خدماتو، مالی او حسابی ریاستو او تدارکاتو امریت ته هم دنده وسپارل شوه چې د بریښنا د ټرانسفرمر لیږد او نصبولو چې پخوا له برښنا شرکت سره قرار داد شوی وو تعقیب کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اداري غونډه کې د دغه ادارې د اداري چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د داخلي پلټنې رياست ته لارښوونه وشوه، چې ستونزې يې وڅېړي.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د دیني درسونو د پیلولو په اړه هم خبرې وشوې او د خدمتونو او املاکو ریاست او د بشري منابعو ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې مناسب ځای وټاکي او د ګډونوالو لیست دې ارشاد او دعوت ریاست ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS