د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشرتابه ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د دغه ادارې کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
حسابدهی

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروګرام په چوکاټ کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې د خپلو یو کلنۍ کړنو او لاسته راوړنو راپور ملت ته وړاندې کړ.

د دغه ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره يوه خپلواکه بودجوی اداره ده او د افغانستان د پوهنې د نظام يوه مهمه برخه جوړوي.

 ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د انسانی پانګې په وده کې بنسټیز رول لوبوي.

هغه وويل، د کار پيدا کول، د بې وزلۍ له منځه وړل او د ماهرو کارګرانو روزنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اساسی موخې دي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تیر یوه کال لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې په هیواد کې له بدلون وروسته ۲۳۷ تنه په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خالي بستونو او مشرتابه بستونو کې ګمارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، نوي ګمارل شوي کسان ژمن او پوه دي چې د لیسانس او ​​ماسټرۍ تر کچې زده کړی لري.

ښاغلي شهامت زیاته کړه، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۱۶ تدریسي ټولګیو ودانۍ او د اکمال تخصص انسټیټوټ د ودانۍ په ګډون دوې مهمې رغنیزی پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دی.

د ښاغلي شهامت په وینا، تر دې مهاله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هېواد په سړو او ګرمو سیمو کې د ۶۰ زره دواطلبو څخه د کانکور ازموينه اخیستې، چې له دې ډلې شاوخوا ۵۵۶۵۲ تنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو په مرکز او ولایتونو کې جذب شوي دي.

همدارنګه ښاغلي شهامت وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې حرفوی کورسونو او د استاد _شاګردی پروګرام څخه شاوخوا ۶۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شوي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له څو لسيزو وروسته د دغه ادارې مطبعې فعالول د تېر کال له لاسته راوړنو څخه وبلل او ويې ويل، چې د دې مطبعې فعاليت کولاى شي د بیت المال څه باندې شل ميليونه افغانيو د ضايع کېدو مخه ونيسي.

د هغه په ​​وينا، د ړندو لپاره د بریل مطبعې تر څنګ، په نوي مديريت او د متخصصينو په جذب سره بيا فعاله شوې ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې دې ادارې تېر کال ٣٨ ميليونه ٢٨٥ زره ٧٧١ افغانۍ د سپما او د بيلانس په ورکولو سره دولتي حساب ته جمع کړې دي.

 ښاغلي شهامت زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو، کیفیت لوړولو او پوهنتونونو ته د فارغانو د جلبولو په موخه له یو شمېر ادارو او بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي د ​​دغه ادارې ځينې نورې لاسته راوړنې هم وړاندې کړې او ويې ويل، چې پوهنتونو د انسټیټونو فارغانو د جذب زياتوالي په موخه يې له لوړو زده کړو وزارت سره د هوکړې پر اساس به یو کلن تنزیل ختم شی.

 ښاغلي عزيزي زياته کړه، تېر کال د دغه ادارې ۹ مسلکې لېسې د اغیزمنو ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو له امله انسټیټوټ ته ارتقا کړی دی چې له کار اړتیاوو سره سم یی 12 نوی څانګې جوړی کړی دی.

 د دې تر څنګ د اکاډمیکو چارو مرستیال په وینا، د ۱۳۵ درسي کتابونو تالیف او ډیزاین او همدارنګه څه باندې ۱۸۸ زره کتابونو چاپول هغه کارونه دي چې په تېر یوه کال کې ترسره شوي دي.

ښاغلي عزيزي وويل، چې په مرکز او ولايتونو کې د لوړو زده کړو يو انسټیټوټ(پوهنتون علوم کاربردی) د جوړولو او پرانېستلو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پنځو کمپلکسونو د جوړولو، یو شمیر فارغانو له هېواده بهر ته د کار لپاره لېږل کېږي د دې ادارې راتلونکی پلانونه دی.

په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداري مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د دغه ادارې د بودجې لګولو په اړه راپور وړاندې کړ او ويې ويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خپلې درې میاشتنۍ  بودجې په بشپړه توګه مصرف کړی دی.

ښاغلي فاضل زیاته کړه چې د روان مالي کال د تخنیکي او مسلکي ادارې نږدې څلویښت سلنه بودجه لګولې ده.

په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سلاکار روح الله هوتک د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS