د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو، استادانو او کارکوونکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په دغو لیدنو کې وویل، تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د ځوانانو د روښانه راتلونکي او د هېواد د پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري او محصلین یې د مسلکي او تخنیکي مهارتونو زده‌کړې ته وهڅول.

نوموړي همدارنګه د ولایتي مسئولینو له لوري پر شفافیت، عدالت او خلکو ته پر صادقانه خدمت ټینګار وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پراختیا او عصري کول د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د دغو زده‌کړو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به خپلې هڅې نه سپموي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS