د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست استاد عبدالهادي مجاهد سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې له استاد او ليکوال عبدالهادي مجاهد سره وکتل.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د خصوصي تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو او د تعلیمي نصاب په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه په دغې غونډه کې ښاغلي مولوي شهامت او استاد مجاهد په هیواد کې د اسلامي معیاري تعلیمي نصاب پر اهمیت ټینګار وکړ.