د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه ليدنه ترسره شوه
د کورنیو چارو وزارت د خارجه اړیکو مشر مولوي عارف الله محمدي او د علومو اکاډمۍ د دیني علومو د څانګې مشر مولوي عرفان الله عرفان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت د یاد موټر د مخینې په اړه خبرې وکړې.
مولوي عارف الله محمدي او مولوي عرفان الله عرفان د موټر جوړونکي وستایل.