د تخار ولایت د ځانګړو زده کړو لېسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۵۱
TVETA

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت اړوند د ځانګړو زده کړو لیسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د موبايل ترمیم لنډ مهاله حرفوي پروګرام د تدريسي لارو چارو څخه څارنه وشوه او د چارو د ښه والي په برخه کې کارکوونکو ته لازمې مشورې هم ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټيزو  پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو پروګرامونو پر بنسټ سلګونه کسان د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS