د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولایت د پوهنې له رئیس سره خبرې اترې وکړی

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجنیر محمد ایفل مبارز د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي حزب الله مبشر سره وکتل.
په دغه کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کوونکو ته د عمومي زده کړو کتابونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د تخار د پوهنې ریاست د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته لارښوونه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عمومي زده کړو د کتابونو اړتیا حل کړي.