د بلخ د نفتو او ګازو انسټيټوټ د فوټبال سیالیو تورنمنټ پای ته ورسېد
د فوټبال سيالیو تورنمنټ چې د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د بېلابېلو څانګو د محصلينو ترمنځ په لاره اچول شوې و، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.
د غونډې ویناوالو د ورزش په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو زده کړو ته د رسیدګۍ په برخه کې هم ژمن پاتې شي.
د مراسمو په پای کې د ټورنمنټ غوره محصلینو او لوبغاړو ته د بلخ د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ورزشي کمیټې له خوا جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسوولين تل هڅه کوي، چې د زده کوونکو لپاره د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره د ځوانانو د پرمختګ لپاره زمينه مساعده کړي.