د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د کثيرالرشتوي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهير

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۴۲
Balkh

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د کرنيزو نباتاتو د عملي زده کړو په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو له شرکت څخه لیدنه وکړه.

دوی د تخم د پاکولو، د ګنډلو ماشینونو، د ذخیره کولو طریقې او د غنمو ګدام له نږدې څخه ولیده.

نوموړو زده کوونکو د استادانو  په لارښوونه لازم مهارتونه زده کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زده کړې په عملي کار تمرکز کوي. د دغه مرکزونو فارغان د هغه مهارتونو له مخې چې دوی زده کړې دي له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذبیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري. . .

BACK TO NEWS