د استالف کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د نباتاتو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۱:۴۷
TVETA

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د عمومي کرنې څانګې زده کوونکو ته د یادې ولسوالۍ د صفا باغ ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نباتاتو د پالنې په اړه عملي زده کړې ورکړل شوې.

لارښود استاد او د استالف کثیرالرشتوي لېسې مسؤلینو زده کوونکو ته د نباتاتو د پالنې، مثمرو او غیر مثمرو ونو او د کرنیز سکتور د اهمیت په اړه هم هر اړخیز معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغين په مستقيم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS