د ادارې، مدیریت او سوداګرۍ له پروګرامونو څخه د لسګونه زده‌کوونکو فراغت

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۱۴

د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وايي چې شاوخوا ۸۰ تنه زده‌کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت، ادارې او سوداګرۍ او بانکدارۍ له پروګرامونو څخه فارغ شوي دي.

په یادو مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وه چې د غونډې په ادامه کې یې خپلې عالمانه ویناوې هم وکړې.

د مراسمو ویناوالو د ټولنې په پرمختګ او ځان بسیاینې کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د فارغ شویو ځوانانو لپاره د دندو د رامنځته کولو لپاره باید ډیرې هڅې وشي.

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر اوسه سلګونه زده‌کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مختلفو پروګرامونو څخه فارغ شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS