د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون (UPTM) له رهبرۍ سره وکتل او د دغه پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم انجنیر احمد نبي نایل، هم حضور درلود، د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون د بېلابېلو برخو مسؤولینو د علمي او څېړنیزو فعالیتونو، اکادمیکو پروګرامونو، بازارموندنې، نړیوالو همکاریو او د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک او تطبیق د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.

د پوهنتون مسؤولینو همدارنګه د علمي او څېړنیزو چارو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د مالیزیا د خلکو او مسؤولینو له همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت د نظام د لاسته‌راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له مالیزیا سره یې د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک د مسودې اساسي موضوعات هم تر بحث او نظر تبادلې لاندې ونیول شول. د تخصصي پوهې او تجربو لېږد، د دغه پوهنتون له تجربو څخه ګټه اخیستنه او د پرمختللو ښوونیزو او مدیریتي سیستمونو د کارونې لپاره د زمینې برابرول د دغه هوکړه‌لیک له اساسي موخو څخه بلل شوي دي.

د لومړنیو توافقاتو له مخې، د لنډمهالو او اوږدمهالو حضوري او آنلاین پروګرامونو له لارې د کارکوونکو او استادانو د ظرفیت لوړول، د اکادمیکو پروګرامونو پراختیا او د زده‌کوونکو لپاره د دوه‌کلنو تحصیلي او حرفوي پروګرامونو جوړول به د راتلونکو همکاریو له مهمو برخو څخه وي.

همدارنګه، دواړو لورو په افغانستان کې د یوه ګډ عملي زده‌کړو مرکز د جوړولو پر امکان هم بحث وکړ، څو د حضوري او مجازي زده‌کړو له لارې د پوهې، علمي تجربو او ښوونیزو او مسلکي سیستمونو د دوامدار لېږد زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۵
Background image

دیدار معاون امور تخنیکی و مسلکی با مسئولان اولین بانک قرضه‌های کوچک (FMFB)

محترم مولوی غلام سعید احساس معاون و وارسی‌کننده اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در نشستی با مسئولان بانک قرضه‌های کوچک دیدار و پیرامون گسترش همکاری‌های مشترک در زمینه حمایت از کارآفرینان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

بازدید معاون امور مالی و اداری از مراکز آموزشی ولایت کندز

محترم مفتی فضل‌الرحمن فاضل معاون امور مالی و اداری اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، با هیأت همراه‌اش از مراکز آموزشی، دیپوی اجناس و انستیتوت تخنیکی ولایت کندز بازدید کرد. در جریان این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۱
Background image

دیدار رئیس عمومی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با رهبری پوهنتون پولی‌تخنیک مالیزیا

الحاج مولوی غلام حیدر شهامت رئیس اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در جریان سفر به کشور مالیزیا، با رهبری پوهنتون پولی‌تخنیک مالیزیا (UPTM) دیدار و از بخش‌های مختلف این پوهنتون بازدید کرد.. . .

BACK TO NEWS