د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زدهکوونکو په ګډون، د رسول الله ﷺ د سیرت ستره ازموینه ترسره کړه.
د دې پروګرام د پرانیست غونډې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، محترم مولوي غلام سعید احساس، ګډون او وینا وکړه.
نوموړي د دې پروګرام د ترسره کېدو موخه د رسول اکرم ﷺ له سیرت سره د ځوانانو بلدتیا وبلله او څرګنده یې کړه چې ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول ځوانان، باید د رسول الله ﷺ له ستر سیرت څخه بشپړه پوهه ولري.
نوموړي همداراز د مبارک دین اسلام پر وړاندې د مسلمان ځوانانو مسؤلیتونه حیاتي او مهم وبلل او په خپلو خبرو کې یې وویل چې ځوانان باید د مبارک دین اسلام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې، محترم مولوي غلام سعید احساس د خپلو خبرو په یوه برخه کې څرګنده کړه چې پر الله تعالی ایمان او د مبارک دین اسلام پر وړاندې ژمنتیا ډېر مهم او ارزښتناک دي او ځوانان باید دغه دواړه ارزښتونه د خپل ژوند سرمشق وګرځوي.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همداراز وویل چې ځوانان باید د سالمې سیالۍ له لارې هڅه وکړي، څو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د دیني علومو په برخه کې، خپله پوهه او علم لا پیاوړی کړي.
له بلې خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مفتي نجمالدین حقاني، د رسول الله ﷺ د سیرت په ستره سیالۍ کې د ځوانانو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دې سیالۍ پایلې به په بشپړه روڼتیا سره اعلان شي.
د دعوت او ارشاد رئیس همداراز وویل چې دغه ریاست د عامه پوهاوي د لوړولو او د ځوانانو د لا زیاتې پوهې لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه چې ټاکل شوې ده د رسول الله ﷺ د سیرت سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شي.
