د خوست ولایت په محبس کې د لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام لړۍ دوام لري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۹

لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دې ولایت په محبس کې پیل شوی و، دوام لري.

دا روزنیز پروګرام د خوست د تخنیکي زده کړو آمریت لخوا د کار هڅونې، په ټولنه کې د بې کارۍ کمولو او په ټولنه کې د محبوسینو د بیا ادغام په موخه پیل شوی.

ګډونوالو، د دې پروګرام د ترسره کولو څخه قدرداني وکړه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د نوموړو لپاره د دغه شان روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، د خوست ولایت د محبس مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دغه اقدام د ټولنې مختلفو اقشارو لپاره د روزنیز فرصتونو په برابرولو کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې اقدام ستاینه یې وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري ژمن دي چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو وګړي وکولی شي د ټولنې اقتصادي پرمختګ او په هیواد کې د فقر کمولو په برخه کې مستقیمه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

شریک‌سازی اولویت‌های اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با مؤسسات

نشست شریک‌سازی نیازمندی‌ها و اولویت‌های اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با تمویل‌کنندگان و مؤسسات همکار برگزار شد. در این نشست ریاست ارتباط خارجه اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی نیازمندی‌ها،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی برگزار شد

نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با حضور اعضای بورد و مسؤولان مربوط، به‌منظور بررسی موضوعات مهم اکادمیک و آموزشی برگزار شد. در این نشست چگونگی توجه و توسعه برنامه استاد -. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

ادامه برنامه‌های اصلاحی ازسوی اداره تنویر فکری در مراکز تعلیمات تخنیکی

در ادامه برنامه‌های اصلاحی و تربیتی، اداره تنویر فکری با همکاری ریاست دعوت و ارشاد اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، نشستی را برای دانش‌آموزان و کارمندان انستیتوت تکنالوژی افغان برگزار کرد.. . .

BACK TO NEWS