د سلواغې (۲۶) نېټې په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ پیغام!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۶ - ۱۰:۲۹
پیغام

ښايي په نوره نړۍ کې د سلواغې ۲۶ د بېلا، بېلو موخو له کبله و لمانځل شي چې زموږ د ګران افغانستان په ځلانده تاریخ کې د دغې ورځې لمانځل له ځانګړي فهم څخه سرچینه اخلي.

هو!

د دغه هېواد (۵۰۰۰) کلن تاریخ په ډېرو داسې هسکو او ټيټو ډک دی چې په لوستلو ېې اعتراف کیږي چې دا خاوره د تل لپاره د وخت دجبابره وو لپاره د اهمیت وړ بلل شوې او دې لور ته ېې په هوسو سرې سترګې را اړولي دي.

مګر، د تصور خلاف ېې دلته نه یواځې چې هیلې او آرمانونه ندي پوره شوي؛ بلکه د بې شمېره تاوانونو، ذلتونو او ماتو په زغملو لدې خاورې د تل لپاره په ټیټ سر، لمدو سترګو او څیرې ګرېوان پښې سپکې کړیدي، چې د سلواغې (۲۶) د دغه ویاړلي هېواد په تاریخ کې له همغو ورځو یوه ده چې یوه مغروره امپراطوري ېې په غېږه کې په ګونډو ګیږي.

دا ځل د پخواني شوروي اتحاد سرو ښکېلاکي لښکرو په (۱۳۵۸) کال کې د مرغومې په (۶) نېټه د یوه لوی طاغوتي آرمان په لرلو سره زمونږ پاکه خاوره د خپلو لاسپوڅو په مټ پداسې حال کې لاندې کړه چې له ځمکې او هوا دواړو د مظلومیت آهونه پورته کېدل.

په ساړه ژمي زموږ بې د فاع هېوادوال نه یواځې چې په بې پته ډول بې کوره کېدل بلکه ژور تهدید ور سره د لویو ربړو مرګ او ژوند پرېکړه کوله.

بس، دغه ورځ وه چې له بنسټه ېې په تقدیر کې دغې کړيدلي ملت ته د (۹) کلن اشغال په وړاندې جهادي مبارزو په ترڅ کې د یو نیم میلیون وګړو شهادت،  د شپږ میلیونه افغانانو مهاجرت، لکونه وګړو معیوبیت او سلګونه زره کورونو په ورانېدو یوه عظیمه الهي پریکړه د یوه لوی آزمایښت په توګه لیکلې وه. سر بېره د دې ېې افغانستان، د کلونه عمر په واټن د سیالانو سره له مخ ته تګ؛ شاته و غورځاوه.

الله ته د نذرانو په ترکیب کې، دلوړو اسلامي حماسو، پاکو وینو او معصومو اوښکو پایله داوه چې د (۱۳۶۷) کال سلواغې میاشتې په (۲۶) نېټه د منحوس سره فوځ وروستۍ جنرال د ټولشموله شرمېدونکو ماتیو سره مرتجع جمهوریت ته ستون شي.

که څه هم ماتې امپراطورۍ د افغانستان د تسخیر په هکله خپل، خپل تعبیر لري خو مهم یې هغه د انګریز قضاوت دی چې وایي: د افغانانو تسخیر د اوسپنیزو نینو په څېر دی چې د خوراک په صورت کې پرې غاښ ماتیږي او او خېټه له هضم پاتې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هغو شهیدانوته چې د وخت د استکبار په وړاندې یې خپل سرونه الله ته د اسلام او هېواد څخه د دفاع په لار کې نذرانه کړل، د فردوس جنت غوښتنه کوي.

هغو معلولو هېوادوالو ته چې په دې پاکه لار کې ېې د بدن قیمتي غړي له لاسه ورکړل، جمیل صبر او اجر غواړي.

هغو غازیانو ته چې الله پاک تر هغه جهاد وروسته د هوسونو د تزکیې توفیق ور په برخه کړ او د ترسره کړي جهاد د اصولو په رعایت سره ېې بل هېڅ شیطاني فریب ته سر او ملا ټیټ نه کړل، په ژوند او مرګ دواړو د الهي رضا حصول غواړي.

رښتیا هم د دوی له متانته وه چې خپل نسلونه يې د بیا ځل لپاره د اسلام او هېواد څخه د د فاع په روحیه سمبال را ستر کړل او له مخې یې د غربي یرغلګرو په وړاندې، پرله پسې دوې لسیزې په حیرانوونکو قربانیو سره ولوبول.

الله د وکړي چې نړیوال زموږ له تاریخ او موږ د رڼه مستقبل په موخه له خپلې تېرې ماضي عبرت واخلو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

دیدار هیأت اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی از مراکز تعلیمات تخنیکی ننگرهار

هیأت اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در سفرشان به ولایت ننگرها، وضعیت شماری از مراکز تعلیمات تخنیکی و مسلکی آن ولایت را بررسی نمودند. آنان از امور تدریسی، فارم‌های تحقیقاتی و همچنین امور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

سیم‌کشی برق ازسوی دانش‌آموزان انستیتوت کثیرالرشتوی مرکز لغمان

دانش‌آموزان انستیتوت کثیرالرشتوی مرکز ولایت لغمان در یک جلسه درسی درباره چگونگی سیم‌کشی برق ساختمان به گونه عملی آموزش دیدند. استاد رهنما در یک برنامه درسی درباره موضوعات مختلف مربوط به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۴۰
Background image

ادامه دیدار هیأت اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی از مراکز تعلیمات تخنیکی بلخ

‌هیأتی از اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی به ریاست محترم مولوی غلام سعید احساس معاون امور تخنیکی و مسلکی در ادامه سفر خویش به ولایت بلخ وضعیت شماری از مراکز تعلیمات تخنیکی و مسلکی آن ولایت. . .

BACK TO NEWS