ژورنالیزم انسټیټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی چې ژورنالیزم  په څانګه کې له دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۵) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي. چې له دې جملې (۴) تنه نارینه استادان او (۱) تنه ښځينه استاده دی.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (ژورنالیزم) لري. چې (۱۲۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب، (۱) باب مجهز کتابتون او همدارنګه (۲) باب مجهزې سټډیوګانې لري.

بدل اعاشه او لیلیه:

د کابل ښار ژورنالیزم انسټیټوټ کې (۱۲۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه (۱) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل  او (۹) تنه نور یې په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.