چورلکه

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ميخانيکي لېسې يو تن نوښتګر زده کوونکي له لومړنیو اسانتياوو سره يوه چورلکه جوړ کړي ده.

نوموړی زده کوونکی عبدالهادي نوميږي او په زرمت ميخانيکي انستيتوت کې د برق انجينري څانګې زده کړي کوي.

دا چورلکه تر ۵۰ مترو پورې د الوتلو توان لري او د ریموټ په واسطه کنټرول کېږي.

 عبدالهادي وايي چې هڅه کوي دغه نوښت ته وده ورکړي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه دی چې یو له اصلي موخو څخه یې د نوښتګر او ماهر کاري ځواک روزل دي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو د یادو مرکزونو زده کونکي او زده کړیالان له فراغت وروسته مستقیم د کار په بازار کې جذب شي.

د ویډیو لینک: https://youtu.be/z7v_C4Dr7tw