قره باغ کثیرالرشتوي انسټیټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ چې په ۱۳۹۲ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، چې د اداري، ساختمان او عمومي کرنې په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړني معلومات:

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ (۱۶) درسي او اداري خونې، برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات: د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، ساختمان او استاد شاګردي) لري، په ذکر شویو څانګو کې (۲۹۴) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټرلب:

 د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ مجهزکپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.