غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د اگرانومي، ساختماني  او ادارې او مدیریت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ خپله ودانۍ نه لري په یوه کرایې ودانۍ کې چې (۷)  اداري او تدریسي خونې لري خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۵) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۵) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (ساختماني، اګرانومي او اداره او مدیریت) لري، چې (۸۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز لابراتوار لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۸۴) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.