غل نیوونکی وسیله

د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ یوه زده کوونکی محمد مهران د محمد امین زوی، لخوا چې د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ الکترونیک څانګې د لسم ټولګي یو زده کوونکی د "غل نیوونکی" وسیله جوړه کړې ده.

 هغه وايي چې دا وسیله د ځایونو د ساتنې لپاره ګټوره ده.

 محمد مهران خپل نوښت نندارې ته وړاندې کړ او د لیدونکو لخوا وستایل شو.

د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين هم دغه الارم وسيله له نږدې وليده او نور زده کوونکي يې هم د نوښت او ابتکار کولو ته وهڅول.

د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ نوښتګر زده کوونکي او زده کړیالان لري.

حشمت الله چې د بلخ د نفتو او ګازو  انستيتوت د موټرو تخنیک له څانکې څخه فارغ شوی دی، شپږ ټايره موټر یې هم جوړ کړی دی.

غل نیوونکی وسیله