دتجارت انسټیټوټ پېژندنه

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ په ۱۳۱۸ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی دی، چې اداره او تجارت، اداره او تشبثات او محاسبې په څانګو کې د لسم څخه تر څوارلسم ټولګي پورې (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دی.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ ودانۍ لري چې (۱۸) درسي او ادارې خونې، برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشی ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ په ټوله کې (۶۸) کارکوونکي چې (۴۶) تنه استادان، (۹) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۳) تنه خدماتي کارکوونکي لري.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (اداره او تجارت، اداره و تشبثات او محاسبه) لري، چې شاوخوا (۹۰۰) تنه کوونکي او زده کړیالان په ذکر شویو څانګو کې په زده کړو بوخت دی.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ یو باب مجهزکمپیوټر لب لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ کې په ټوله کې (۴۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۲۵) تنه نارینه او (۲۱) تنه ښځینه استادانې دی.

بدل اعاشه:

د کابل ښار تجارت انسټیټوټ کې شاوخوا (۹۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دی. چې له دې جملې څخه (۷) تنه ته بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دی.

د تحنیکي او مسلکي زده کړو مستقله اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي. دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.