د ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۷ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی چې د ساختمان انجینرۍ، برښنا انجینرۍ، سرک او میدان انجینرۍ، سروی کدستر انجینرۍ او چاپیریال ساتنې انجینرۍ په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (۳۰) درسي او اداری خونې لري. او همدارنګه د برښنا، اوبه او ورزشي ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۲۴) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۱۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې ټول یې نارینه دي.

 

 

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (انجینری ساختمان انجینرۍ، برښنا انجینرۍ، سرک و میدان انجینرۍ، سروی کدستر انجینرۍ او چاپیریال ساتنې انجینرۍ) لري. چې (۲۱۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب هم لري.

بدل اعاشه:

د کابل ښار ۱۹ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۱۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.