د کنړ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د کنړ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجری لمریز کال کی تأسیس شوی چې د اداره او تجارت، اداره او مدیریت، بانکدارۍ او محاسبې په څانګو کې له دیارلسم (۱۳)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۱۶) درسی او (۴) ادارې خونی لری. برښنا، اوبه، (۲۰۰) دانی د صبر ونې (۲۵۰) ډوله بېلابیل ګلان او همدارنګه چمن ترڅنګ دری سیټه چوکیو باندې مجهز چمن له امکاناتو څخه برخمن دی.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۲) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

 په یاد انسټيټوټ کې (۱۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ ( ۴) څانګې (اداره او تجارت، اداره او مدیریت، بانکداری او محاسبه) لري. چې (۲۳۷) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

 د کنړ ولایت  ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.  

بدل اعاشه:

 د کنړ ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ کې (۲۳۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۵) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.