د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ

د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۴ هجری لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د  کرنې او ادارې او تجارت په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۷) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوۍ انسټیټوټ کې (۴)  تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (کرنه او اداره او تجارت) لري، چې (۱۲۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه د مطالعې لپاره (۱) باب مجهز کتابتون هم لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.