د کندهار ولایت میوند ولسوالۍکرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:  د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۴) درسي او اداري خونې لري، همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:  د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۳)  تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱‍) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۳۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.