د کندهار ولایت میخانیکي انسټیټوټ

د کندهار ولایت مرکز میخانیکي انسټیټوټ په ۱۳۳۶ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  برښنا، موټرو ترمیم، نجاري، ماشین‌کاري، فلزکاري، آبرساني، ساختماني او خیاطۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۲۷) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت مرکز میخانیکي انسټیټوټ په ټوله کې (۵۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳۸) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت مرکز میخانیکي انسټیټوټ کې (۳۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۸) څانګې (د  برښنا، موټرو ترمیم، نجاري، ماشین‌کاري، فلزکاري، آبرساني، ساختماني او خیاطي) لري، چې (۲۷۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د کندهار ولایت مرکز میخانیکي انسټیټوټ د زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۶) بابه مجهز ورکشاپونه لري.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت مرکز میخانیکي انسټیټوټ کې (۲۷۲) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۰) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.