د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  ادارې او تجارت او موټرو ترمیم  په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۵) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۴) تنه کارکوونکي لري، چې (۸) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۸) استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:  یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (اداره او تجات او موټرو ترمیم) لري، چې (۱۷۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۷۷) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.