د کندهار ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د کندهار ولایت مرکز  ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت، محاسبې او بانکدارۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۷) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۷) کارکوونکي لري، چې (۱۲) استادان، (۳) ادارې کارکوونکي او (۲) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۱۲) تنه استادان لري، چې له دې جملې څخه یې (۸) تنه استادان یې نارینه او (۴) تنه ښځینه استادانې د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (اداره او مدیریت، اداره او تجارت، محاسبې او بانکدارۍ) لري، چې (۱۰۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۱۰۷) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.